خبر های مهم روز
نمایشگاه عکس خیابانی (مرگ خاموش) - سه شنبه, 12 سرطان 1397 10:17
گفتگو با آقای فیاض عالم دین - یکشنبه, 09 ثور 1397 18:17

سایت ها دیگر

په لغمان کې د سرک د غاړې ماین په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې!

دوشنبه, 24 قوس 1393 ساعت 14:03 نوشته شده توسط 
این مورد را ارزیابی کنید
(2 رای‌ها)

په لغمان کې د سرک د غاړې ماین په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک یادګار افغان ته وویل نن سهار د اووه نیمو بجو په شا وخوا کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سپو خیلو په سیمه کې د مهترلام سرخکانو تر منځ د غځیدلې لویې لارې په اوږدو کې د سرک د غاړې یو ماین چې ریموټ کنترول و په یو الټو موټر انفجار کړی چې یو نفر عمرا خان د نائب ځوی په کې وژل شوی او خان ګل د عیسی خان ځوی په کې ټپي دی کوم

چې د کابل په لور روان ول.

د ځواک په خبره ټپي کس دا مهال د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوی چې روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

د دغې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی .

ننگرهار / عبدالقیوم ریحان

 

خواندن 795 دفعه